طالبانو د حامد کرزي ورور محمود کرزی ممنوع الخروج اعلان کړی

محمود کرزی

د طالبانو حکومت د افغانستان د ښار جوړونې پخوانی وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی ممنوع الخروج کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي رادیو ته تایید کړې چې محمود کرزي د شنبې په ورځ غوښتل د کابل له هوایي ډګره دوبۍ ته سفر وکړي خو طالبانو نوموړي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې.

د سرچنې په وینا د طالبانو حکومت له محمود کرزي چې د عینو مېنې د خصوصي ښارګوټي ونډه وال دی غوښتي چې بهر ته له تګ مخکې دې د خلکو د اړتیا سره سم د دې ښارګوټي د زېربنا او خدماتو چارې ژر پیل کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو حکومت د کندهار د سوداګرو په منځګړيتوب د عینو ښارګوټي د دوو شریکانو محمود کرزي او حامد هلمندي ترمنځ څلور کلن اختلافات پای ته رسېدلي وو.

دغه اختلافات چې د دې ښارګوټي د سهم پر سر رامنځته شوي و له امله یې د عینو مېنې د خدماتو چارې درېدلې وې.