روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ کې پر ملکي اهدافو حملو ته دوام ورکړی

اوکراین کې د روسي ځواکونو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین پوځي قوماندانۍ وايي، د روسیې یرغلګرو ځواکونو د اوکراین د ختیځ پر ملکي هدافو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې اته میاشتې تېرې شوې دي.

د اوکراین وسله والو ځواکونو ویلي د لوهانسک، دونیڅک او زاپرویژیا د ۱۴ ښارګوټو په اطرافو کې یې د روسیې حملې شنډې کړې دي.

په ټوله کې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ او جنوب ختیځ کې پر ۳۵ ښارونو حملې کړې دي.