اوکراین ۹۰ عرادې T-72 ډوله ټانکونه ترلاسه کوي

د اوکراین ځواکونو یو T-72 ډوله ټانک. July 13, 2022

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي وايي، چې هېواد یې ۹۰ عرادې T-72 ډوله ټانکونه ترلاسه کوي، چې په پخواني شوروي اتحاد کې ډیزاین شوي دي.

هغه پرون په ټوېټر کې لیکلي چې له دې کبله د هالنډ، د امریکا د متحدو ایالتونو او چک جمهوریت د زړه له کومې مننه کوي چې د پام وړ ملاتړ یې برابر کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د اوکراین وسله وال ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او دغه ډول پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د چک جمهوریت له خوا اوکراین ته ۹۰ عرادې ټانکونه ورکول کېږي او دغه ټاکونه د امریکا د متحدو ایالتونو او هالنډ په مالي ملاتړ نوي کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي چې د دغو ټانکونو یوه برخه به د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې اوکراین ته ورسېږي.