کابل کې د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو پر نیولو اندېښنه ښودل شوې

ظریفه یعقوبي

ملګرو ملتونو د طالبانو د امنیتي چارواکو له خوا د ښځو د حقونو د یوې فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاند جریمي لارنس پرون خبریالانو ته وویل چې ظریفه یعقوبي او د هغې ۴ نارینه همکاران د مساوات لپاره د افغان ښځو د نهضت له خوا په جوړه شوې غونډه کې ونیول شول او زیاته یې کړه چې هغوی لاهم د طالبانو په بند کې دي.

د لارنس په وینا ملګرو ملتونو د دې مېرمنو د وضعیت په اړه له واکمنو طالبانو څخه معلومات غوښتي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر تورک او د بشري حقونو د نورو ټولنو استازو هم د ظریفې یعقوبي پر نیولو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې واړه نیول شوي کسان خوشې کړي.

طالبانو تراوسه د دې فعالانو د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.