په کابل کې چاودنه شوې

ارشیف

د کابل امنیه قومانداني وايي چې د پلازمېنې په څلورمه ناحیه کې بېګانۍ چاودنه هېڅ تلفات نه لري.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه بیان کې وویل چې چاودنه د حاجي یعقوب څلورلارې ته نږدې په یوه پېکپ موټر کې وشوه.

ځدراڼ وايي په موټر کې څوک نه وو، نو ځکه تلفات نه لري.

په بیان کې راغلي چې د چاودنې علت او څرنګوالی تراوسه نه دي روښانه شوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ بیان زیاتوي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.