د پاکستان مخکیني صدراعظم 'عمران خان' د خپلو پلویانو لاریون ځنډولی

د عمران خان پلویان

د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د خپلو پلویانو لاریون ځنډولی دی.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې عمران خان د همدې لاریون پرمهال په یوه برید کې په پښه ولګېد او ټپي شو.

له دې پېښې وروسته په خپله لومړنۍ تلوېزیوني وینا کې عمران خان بېګا ناوخته وویل چې د اسلام اباد پر لور خپل لانګ مارچ یا اوږد لاریون د اوس لپاره ځنډوي او کله یې چې ټپونه ورغېدل به بیا به یې پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې دی پوهېږي چې ښايي بیا برید پرې وشي.

ښاغلي عمران خان تور لګولی چې په دې برید کې صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د استخباراتو چارواکي فیصل نصیر دخیل وو.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې په پاکستان کې د بدلون لپاره د غوښتنو د منل کېدو تروخته به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.