د ملګرو ملتونو استازې له يو شمېر افغان سوداګرو مېرمنو سره ليدلي

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا په کابل کې له یو شمېر متشبثو افغان ښځو سره ليدلي.

نوموړې په دې کتنه کې ويلي، د افغان ښځو د سوداګرۍ ملاتړ د افغانستان پر راتلونکې د پانګونې معنا لري.

د یوناما له خبرپاڼې سره سم، په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشرې له فعالو ښځو سره په خبرو کې همدا راز وویل، ملګري ملتونه په اقتصادی چارو کې د کاري ځواک په توګه د افغان ښځو د ګډون ملاتړ کوي او د ښځو کار د افغانستان د راتلونکې لپاره د پانګونې په معنا ده.

نوموړې تر دې مخکې هم د افغان سوداګرو مېرمنو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.