۳۳۵ تنه نور افغانان کاناډا ته ورسېدل

کاناډا ته تللي افغان پناه غوښتونکي - ارشيف

د کاناډا د کډوالو او مهاجرت اداره وايي، ۳۳۵ تنه نور افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل.

دې ادارې پرون (پنجشنبه) همدا راز وویل چې دا افغانان له پاکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شول.

کاناډا له دې مخکې هم له پاکستان او تاجکستان څخه په الوتکو کې سلګونه افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته لېږدولي دي.

ډېری هغه افغانان چې په درېيم‌ګړي هېواد کې شپې سبا کوي، د خپل نامالوم سرنوشت څخه شکايتونه کوي.