اوکرايني چارواکي: تر اوسه مو د روسيې ۲۷۸ الوتکې نسکورې کړي دي

د روسيې يوه الوتکه چې اوکراين کې نسکوره شوې، انځور - ارشيف

د اوکراین د قواوو عمومي قوماندان والري زالوژني وايي، د سږ کال د فبرورۍ له ۲۴ څخه څخه اوکرایني دفاع کوونکو د روسیې د هغو الوتکو چې د افغانستان په لس کلنه جګړه کې یې بایللې وې، دوه برابره ویشتي او غورځولي دي.

زالوژني پرون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د روسیې ۱۱۸ الوتکې نسکورې شوې وې خو د اوکراین په جګړه کې یې تر اوسه پورې ۲۷۸ الوتکې لوېدلې دي.

د ده په وینا، پر اوکراین د روسیې یرغل هماغسي شرموونکی دی چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل و.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندان په باور پر اوکراین د روسیې یرغل به روسیه تباه کړي.