دا په نړیوال جام کې د پاکستان څلورمه لوبه وه.
پاکستان د ۳۳ منډو په توپیر لوبه وګټله او وتوانېد د دویم ګروپ دریم مقام ته ورسیږي.
پاکستان لومړی ۱۸۶ هدف ورکړی و او د باران له کبله هدف ۱۴۲ ته راټيټ خو شو بیا هم جَنوبي افریقا د دې منډو په جوړولو ونه توانېده.
جَنوبي افریقا لا هم د جدول په دویم ځای کې دی او بله لوبه یې له هالند سره ده.
د پاکستان بله لوبه به د بنګله دېش په وړاندې وي چې ګټل یې خورا اړین دي.
که پاکستان او جنوبي افریقا خپلې لوبې وګټی سیمي فاینل ته د تګ لپاره به پرېکړه د منډو په اوسط کېږي.