عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی

عمران خان

په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسیرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی.

د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي.

تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي چې عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

رسنۍ وايي، پولیسو یو مشکوک بریدګر يې نیولی دی خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې هغه څوک دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده.
شریف پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې "په سختو ټکو کې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د ډزو د پېښې غندنه" کوي.