د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه نن له اوکراين په ملاتړ بحث کوي

تر دې مخکې هم دنړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونو استازو له اوکراين په ملاتړ بحثونه کړې دي.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له اوکراینه د لا ملاتړ په همغږۍ نن بحث کوي.

د جرمني په کوربه‌توب د "جي ۷" غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه اندازه زیانمن کړي او د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ ښار مونستر کې جوړیږي.

کاناډا، امریکا، فرانسه، جرمني، برېتانیا، ایټالیا او جاپان د جي ۷ سازمان غړي هېوادونه دي.