بلېنکن د شمالي کوريا له‌خوا د بالستيک توغنديو توغول غندلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر پارک جین سره تليفوني خبرو کې د شمالي کوریا له‌خوا د بالستیک توغنديو توغول وغندل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغو توغندیو یو هغه یې په خطرناک او بېباکانه ډول د جنوبي کوریا ساحلي کرښې ته نژدې ولګېد.

خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بلېنکن د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې متحده ایالتونه د خپلو متحدانو د امنیت لپاره ټول اړین اقدامات په پام کې نیسي.

بلېنکن ویلي، واشنګټن هڅه کوي چې د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د پرمختګ مخه ونیسي او د پیونګیاګ د ډله‌ییزې وژنې وسلې محدودې کړي.