توماس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امريکا پر پاليسۍ خبرې کړي

توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل چې له سختو پوښتنو سره مخامخ شو.

توماس وېسټ پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دا غونډه د نبراسکا د پوهنتون او د دې پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر شیر جان احمدزي په بلنه جوړه شوې وه چې په‌کې د ياد پوهنتون د محصلانو، استادانو، څېړونکو، افغانانو او نورو په ګډون د اوهاما ټولنې غړیو برخه اخیستې وه.

نوموړي د غونډې له تنظیمونکو د مننې ترڅنګ ویلي، د دې فرصت ورته برابر شو چې د ټولنې خبرې واوري چې له ډېرو سختو پوښتنو سره هم ملې وې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې د افغانانو ترمنځ د یوه ملي ډیالوګ د رامنځته کولو هڅه کوي، له دې مخکې د افغانستان له پخوانیو چارواکو او سیاسونو سره ډېر ځلې خبرې کړې دي.

نوموړي په وروستیو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو یادونه وکړه او ویې ویل، له ښاغلي کرزي سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د فوري ملي ډیالوګ پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغه همدارنګه ویلي، دوی دواړو په دې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ټول ښوونځي بېرته پرانيستل شي ځکه د زده‌‌کړې له اساسي حقونو څخه د نجونو محرومېدل، افغانستان پر شا بیایي.