يوناما: افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

د يوه خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخاخ دي.

نن د نوامبر دوهمه له ژورنالېستانو سره د تشدد پر وړاندې د معافیت د ختمولو ورځ ده.

یوناما په یوه بیان کې چې نن یې پر خپله فېسبوک‌پاڼه خپور کړ ویلي چې، افغان خبریالان له خپلسرو نیونو، ناوړه چلند او ګواښونو سره مخامخ دي.

بیان زیاتوي، یوناما د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې تر دوه سوو له زیاتو خبریالانو سره له بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبت کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې یا د ارقامو له مخې افغانستان د کار په تړاو د خبریالانو د وژل کېدو د شمېر له پلوه د نړۍ څلورم هېواد دی.