کابل کې د یوې چاودنې له امله اته کسان ژوبل شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو امنیتي چارواکي وايي نن په کابل ښار کې د یوه ماین په چاودنه کې اته تنه ټپیان شوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي دي چې، چاودنه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په کارته مامورین سیمه کې د کلیو د پراختیا د وزارت د کارکوونکو پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې.

ښاغلی ځدراڼ وايي ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.