کييف: له شوې موافقې د روسيې د وتلو له امله د غلو دانو صادرات بېرته بنديږي

هغه کښتۍ چې له اوکراين يې د غلو دانو صادرات کول

کییف وايي، د اوکراین له دریو بندرونو څخه د غلو - دانو صادرات چې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب پیل شوي وو له اړوندې موافقې د روسیې د وتلو له کبله له نن څخه بندېږي.

که څه هم ترکیې هڅه وکړه چې د یوې حل لارې په موندلو سره روسیه له دې اقدام څخه راوګرځوي خو ونه توانېده.

مسکو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له دې موافقې وځي او پر اوکراین یې تور ولګاوه چې د بشري مرستو له دهلېز څخه د ناوړه استفادې په کولو سره یې د کریمیا په ټاپووزمه کې د روسیې پر کشتیو برید کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره په ټليفوني خبرو کې له کییف څخه د رښتیني ضمانت غوښتنه وکړه چې له دې بشري دهلېز څخه د پوځي اهدافو لپاره کار وا نه‌خلي.

کییف دا تور بې بنسټه بللی او ویلي یې دي چې روسیه له دې توافق څخه د وتلو لپاره دا پلمې جوړوي.

اوکراین نړۍ ته د غلې- دانې د صادراتو یوه لویه سرچینه ده او د دې صادراتو بندېدل به د نړۍ میلیونونه وږي وګړي اغېزمن کړي.