يوې برېتانيايي ادارې لوګر کې له ۵۰۰ ځپل شويو کورنيو سره مرستې کړي

له بې‌وزلو افغانانو سره مرستې، انځور - ارشيف

یوې برېتانیا مېشتې غیردولتي ادارې له شا و خوا ۵۰۰ هغو کورنیو سره د بېلابېلو توکیو مرسته وکړه، چې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله لوګر ولایت ته بې‌ځایه شوې دي.

کابل کې د هلپینګ اورفانز HELPING ORPHANS بنسټ سمبالوونکي سمیع الرحمن ازادي راډیو ته وویل، دوی پر دغو کورنیو د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.

نوموړي ويلي: "په دغو کڅوړو کې اوړه، وریجې، چای، لوبیا، بوره، غوړي او مکروني شامل وو. دغه کورنۍ د وروستیو زلزلو او نورو پېښو له کبله لوګر ته بې‌ځایه شوې وې."

په وروستیو کې سختو اورښتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې سېلابونه وبهول، چې ګڼو کورنیو ته یې د سر او مال زیان واړاوه.

د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې د یوې میاشتې پر مهال د سېلونو او زلزلو له کبله په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه شوي او ۲۶۵ نور ژوبل شوي دي.