طالبان: په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکزه ۱۰۰ تنه ښځې فارغې شوې

ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه ښځې له روزنیزې دورې وروسته فارغې شوې.

د راپور په اساس ټاکل شوې دغه ښځې د عامه نظم په رياست کې په دندو بوختې شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د څو تنو ښځو د فراغت ویډيو او پيغامونه خپاره کړي.

خدیجه یو له دغو ښځينه پولیسو ده.

هغې وویل: "موږ ډیر څه زده کړل او موږ کولی شو د دندې پرمهال له خپلې روزنې څخه ګټه واخلو."

په ویډیو کې لسګونه ښځې لیدل کېږي چې تور یونیفورم یې اغوستی او له سر تر پښو پورې پټې دي.

طالبان په داسې حال کې د ښځینه پولیسو د استخدام هڅه کوي چې د پخواني رژیم په زرګونو ښځینه پولیسې په کورونو کې پاتې دي.

له دغو ښځینه پولیسو څخه یو شمېر یې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له هېواده تښتېدلې دي.