ايراني ځواکونه: د خبريال 'رضا حقيقت' مړی مو په پټه خاورو ته سپارلی

رضا حقيقت

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د وفات شوي خبریال رضا حقیقت نژاد کورنۍ ته خبر ورکړی، چې د هغه مړی یې په پټه له شېراز بهر، خاورو ته سپارلی دی.

راډیو فردا د حقیت نژاد د قبر هغه عکس پر خپل ټویټر خپور کړی، چې سپاه پاسداران د هغه پلار ته لېږلی دی.

رضا حقیقت نژاد د سرطان ناروغۍ له کبله دوې اوونۍ مخکې په برلین کې مړ شو، چې تېره سې شنبه یې مړی تهران ته ولېږدول شو.

د راډیو فردا د راپور له مخې، د شېراز په هوايي ډګر کې د سپاه پاسداران مامورانو د حقیقت نژاد مړی د هغه له کورنۍ غلا او نامعلوم لوري ته یووړ.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو عمومي رئیس، جیمي فلای ویلي، چې د رضا او د هغه کورنۍ په وړاندې د ایران د رژیم دا ظالمانه اقدام ډېر ناوړه دی.