هند کې د یوه پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۱۳۲ ته لوړ شو

هند کې د پُل نړېدو پېښه، انځور - ارشيف

د هند په ګجرات ایالت کې د یوه پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر د رویټرز اژانس په حواله ۱۳۲ ته لوړ شو.

په لومړنیو راپورونو کې د لږ تر لږه ۱۲۰ کسانو د مړینې تایید وشو او ویره یې تله چې د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي.

د چارواکو په وینا، پرون ماښام (اکتوبر ۳۰مه) د پل په نړېدو سره تر ۴۰۰ ډېر کسان "ماچو" سیند ته ولوېدل.

رسنیو د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې ډېر کسان د پله په ماتو شویو برخو کې بند پاتې دي، چې له امله یې د ژغورنې چارې ستونزمنې شوې دي.

تر اوسه د دغه پل د نړېدو لامل نه‌دی په ډاګه شوی، خو په هند کې څو ځلې پلونه د ګڼې ګوڼې او د ساختماني موادو د خراب کیفیت له امله نړېدلي دي.

په دغه پله باندې د هفتې او رخصتیو په شپو باندې ګڼه ګوڼه زیاته وي او خلک د تفریح لپاره ورځي.