په سومالیا کې د غبرګو موټربم حملو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي

موګادیشو کې د غبرګو چاودنو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود وايي، چې پرون په پلازمېنه موګادیشو کې غبرګو موټربم حملو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي.

هغه نن د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې له ګڼه ګوڼې پر ډک سړک په بمي حملو کې نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

محمود زیاته کړه، دا چې نه شي کولای ټپیان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږي، له خپلو نړیوالو شریکانو او په ټوله نړۍ کې له مسلمانانو غواړي چې سومالیا ته ډاکتران ولېږي.

تروریستي ډلې الشباب چې له القاعده سره اړیکې لري، د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د پوهنې وزارت یې له غیر اسلامي هېوادونو د مرستو ترلاسه کولو له کبله په نښه کړی دی.