په تخار کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې نن یکشنبه د یوه کان د یوې برخې نړېدو په پېښه کې د کان ۵ تنه کارګران مړه شوي دي.
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې نن ویلي، چې دغه پېښه د چاه اب ولسوالۍ په انجیر کلي کې شوې ده.
نور توضیحات نه دي ورکړل شوي.
تر دې مخکې ځینو محلي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دغه پېښه د سرو زرو په یوه کان کې شوې ده.