زلینسکي د مسکو پر وړاندې د یوه قوي اقدام د پورته کولو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي، دې ته اړتیا ده چې د تور سمندرګي د غله جاتو د صادراتو په موافقه کې د روسیې د ګډون ځنډولو له کبله ملګري ملتونه او د نړۍ شل لوی اقتصادلرونکي هېوادونه د مسکو پر وړاندې نړیوال قوي اقدام وکړي.

زلینسکي په یوه ویډیو کې ویلي، دا په افریقا او اسیا کې په لویه پیمانه د قحطۍ خطر ته د لمن وهلو لپاره د روسیې کاملاً یوه شفافه هڅه ده.

د اوکراین ولسمشر غوښتنه وکړه، چې روسیه دې د جي ۲۰ له ډلې هم وایستل شي.

ولودمیر زلینسکي زیاته کړه، په کرملین کې څنګه د ګوتو په شمېر کسان په دې اړه چې په مصر او بنګله دېش کې دې د خلکو پر دسترخوان خواړه وي که نه پرېکړه کوي؟

روسیې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش ته په یوه لیک کې ویلي، چې د غله جاتو د صادراتو په موافقه کې خپل ګډون تر نامعلومې مودې ځنډوي، ځکه نه شي کولای چې د موافقې له مخې د ملکي کښتیو د تګ راتګ خوندیتوب تضمین کړي.