د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

ارشیف

د افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

په تېر څه باندې یوه کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی د افغانۍ د ثبات لپاره نږدې هره اونۍ بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي.

تر اوسه د دې پیسو سرچینه نه ده معلومه او طالبانو هم په رسمي ډول د دې ډالرو په اړه څه نه دي ویلي.

یو امریکایي ډالر تر پرون پورې په اته اتیا افغانۍ او شل پوله تبادله کېده.