بایډن د نانسي پېلوسي پر مېړه برید یو ډاروونکی عمل بللی

د عکس ښي لور ته پاول پېلوسي او چپ لور ته د هغې مېرمن او د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پېلوسي

ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پېلوسي پر مېړه برید یو ډاروونکی عمل بللی دی.

پر پاول پېلوسي پرون سهار په سانفرانسسکو کې د دوی په ګډ کور کې برید وشو.

بایډن پرون په فلادلفیا کې د انتخاباتي کمپاين په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې د متحدوایالتونو په سیاسي ډګر کې تشدد ځای نه لري.

په پروني برید کې ۸۲ کلن پېلوسي په ککره، ښي مټ او لاسونو ټپي شو، او تمه ده چې ډېر ژر به روغ شي.