جرمني کې یو شمېر کسانو پر یوه هوټل برید کړی

ارشیف

د جرمني په ختیځ کې یو شمېر کسانو چې ګومان کېږي د کډوالو مخالفان به وي پر یوه هوټل چې ټاکل شوې وه د افغانانو په ګډون یو شمېر کډوال په کې ځای پر ځای شي برید کړی.

د اسوشیتیدپریس آژانس د راپور له مخې دا برید دریزدن ولایت ته نږدې د باوځن ښار په لمنو کې پر یوه هوټل شوی.

پولیس وايي، بریدګرو د سهار له پنځو بجو وروسته د هوټل کړکۍ ماتې کړې او ځینو برخو ته یې اور واچاوه، خو د هوټل کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

د پلان له مخې د راروانې پنجشنبې په ورځ دې هوټل ته دېرش تنه کډوال راوستل کېدل.

تراوسه معلومه نه ده چې آیا په دې هوټل کې د کډوالو د مېشتېدنې پلان به اوس هم عملي کېږي که نه.

تېره اونۍ په جرمني کې د بالتیک سواحلو ته نژدې، د اوکرایني کډوالو یو کمپ هم د اور لګېدنې په پېښه کې ویجاړ شو.

چارواکو وویل چې دا حمله هم د کډوالو د مخالفو ډلو له خوا شوې وه.