د ټوېټر لوړ پوړي اجرايه چارواکي له دندو ليرې کړی شوي دي

د ټوېټر نوی مسؤل، چې څو ورځې وړاندې يې ياده شبکه وپېرله

د نړي تر ټول شتمن کس ایلان ماسک د توېټر د کنټرول له ترلاسه کولو سره سم د دې ټولنیزې شبکې لوړ پوړي اجرایه چارواکي له دندو لرې کړي دي.

د توېټر د ترلاسه کولو وروسته ماسک پر خپلې ټوېټر پاڼې ولیکل "مرغۍ ازاده شوه" د هغه دا خبره د ټوېټر پر لوګو باندې د مرغۍ نښې ته اشاره وه.

د امریکايي رسنيو د راپورنو پر بنسټ، ماسک د ټوېټر ترلاسه کولو وروسته په سملاسي توګه د دې کمپنۍ اجرایوي مشر پاراګ اګروال، د مالي برخې مشر نیډ سیګال او د کمپنۍ حقوقي مشر ویجې ګډ له دندو لرې کړل.

اګروال تر دې مخکې محکمې ته تللی و څو ماسک د ټوېټر د پېرلو کړې معاملې ته چې نوموړې ترې د ځان ایستلو هڅه کوله، را وګرځوي.

ماسک د ټوېټر کنټرول له هغې څو ساعته مخکې خپل کړ چې د محکمې له‌خوا د دغې ټولنيزې شبکې د اخیستلو لپاره ورته ضرب الاجل وټاکل شو.

نن سهار وختي ایلن ماسک ولیکل، ټوېټر ځکه اخلي چې "دا د بشري تمدن د راتلونکې لپاره مهمه ده څو داسې یو ډیجیټلي بنډار ځای و اوسي چېرته چې خلک بېلابېل باورونه په سالمه توګه بحث کړي."

ټوېټر تر اوسه د خپل اجرایوي مشر د لرې کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.