قرغزستان کې د ازادي راډيو د قرغزي وېبپاڼې د تړلو په غبرګون کې خبريالانو اعتصاب کړی

يو شمېر قرغزي خبريالان - ارشيف

نن په قرغزستان کې په لسګونه رسنيو، خبریالانو او مدني فعالانو د دریو ساعتونو لپاره د کار نه‌کولو اعتصاب وکړ.

دوی له هغې وروسته اعتراض وکړ چې د قرغزستان حکومت د دوو میاشتو لپاره په دې هېواد کې د ازادي راډیو د قرغزي څانګې د وېبپاڼې د تړلو پرېکړه وکړه.

د قرغزستان حکومت د وېبپاڼې د تړلو پرېکړه د اکټوبر په ۲۶مې وروسته له هغې وکړه چې ازادې اروپا/ ازادي راډيو د هغه ویډیويي راپور له لرې کولو ډه ډه وکړه چې د "کرنټ ټایم" په نوم روسي ژبې ټلوېزون د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي شخړو په اړه خپور کړی دی.

قرغزي چارواکو ادعا کړې وه چې په دې راپور کې د تاجکستان پلوي شوې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جیمي فلای بیا دغه ادعا رد کړې او ویلې دي چې، د دوی رسنۍ په راپور ورکولو کې په جدي ډول توازن په پام کې نیسي.

ښاغلی فلای زیاته کړې، د راپور له ارزونې وروسته يې د رسنيزو معیارونو څخه د سرغړاوي هیڅ نښه نه‌ده موندلې.