د امريکا شارژدافيرې ترکيه کې له افغان سوداګرو ښځو سره کتلي

کېرېن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسنبالې / شارژدافیرې کېرېن ډېکر په استانبول کې له افغان سوداګرو ښځو سره کتلي.

اغلې ډېکر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې له دې افغان ښځو سره یې په اقتصادي ننګونو او ځینو فُرصتونو بحث کړی.

هغې اندېښنه ښودلې چې د ښځینه‌و سوداګرو په وړاندې ننګونې زیاتې دي.

د امریکا د سفارت دې چارواکې ټینګار کړی چې افغان ښځې باید د دې په خبره هېڅکله په شا نه‌شي.