پاکستاني چارواکي: افغانستان سره مو سوداګري دوه برابره ډېره شوې ده

غلام خان بندر

پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره یې سوداګري سږ کال دوه چنده شوه.

د پېښور د ګمرک مسؤل سهیل خان ازادي راډیو ته وویل سږ کال په دریو میاشتو جولای، اګست او سپټمبر کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې.

د هغه په خبره تېر کال د اوړي په دریو میاشتو کې دا سوداګري شاوخوا ۹۱ میلیونه ډالره وه.

سوداګر بیا وايي سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې تجارت زیات شوی دی خو تر دې مخکې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچ خورا لوړ وو.