د افغان ښوونکو د ملاتړ لپاره جنوبي کوريا ۵ ميليون ډالره مرسته کړې

ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف په افغانستان کې د ښوونکو د ملاتړ لپاره د جنوبي کوریا د پنځه ملیون ډالرو مرستې مننه کړې ده.

یونېسف پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په دغې مالي مرستې سره به دا اداره وتوانیږي چې د ښوونکو د ملاتړ له لارې، په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړې بهیر ښه کړي.

یونېسف ویلي، له ښوونکو مناسب ملاتړ د ماشومانو له ودې او ښوونې او روزنې سره یې مرسته کوي.

دا مرستې داسې مهال کېږي چې افغان ښوونکي د خپلو معاشاتو له کموالي شکايت کوي.