د خوړو نړيوال پروګرام بلخ کې له دوه زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وايي، په بلخ ولایت کې یې شاوخوا دوه زره کورنیو ته د خوراکي موادو مرستې رسولي دي.

دې پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دغه مرستې روانه اوونۍ د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې له هغو کورنیو سره شوي چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، د افغانستان د وګړو له هرو لسو نهه یې نه‌شي کولای چې د ځان لپاره کافي خواړه برابر کړي.

د مرستندویه ټولنو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له نولس ملیون زیات وګړي کافي خواړه نه‌لري چې ویې خوري.