کرزي او ټام وېسټ د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېست سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړې چې په افغانستان کې دې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بېرته پرانيستل شي.

د ښاغلي کرزي دفتر تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ده او ویسټ د ټیلفون له لارې د افغانستان د روان وضعیت، د تلپاتې سولې او امنیت او د افغانانو ترمنځ د خبرو د اړتیا پر مسالو خبرې وکړې.

حامد کرزي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه مرستې دوام وکړي.

په عین حال کې ټام ویسټ په څو ټویټونو کې ویلي چې د طالبانو له‌خوا د زده‌کړې له اساسي حقونو څخه د نجونو محرومیدل، افغانستان پر شا بیایي.

هغه ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یې د افغانانو ترمنځ د فوري ملي ډیالوګ پر اړتیا خبرې کړې دي.

څه باندې څلور سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې شوي دي.

له پرله‌پسې غوښتنو سره سره طالبانو تر اوسه د دوی پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي.