د ايران شيراز ښار کې د پروني بريد مسؤليت داعش وسله‌والې ډالې ومانه

ارشيف

د ایران د شیراز ښار پر شاه چراغ حرم د پروني وسله‌وال برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې داعش پر خپل ټیلګرام چېنل د دې برید مسؤلیت، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه په‌کې ووژل شول، منلی دی.

برید کې له شلو زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

د ایران ځایي خبري اژانسونو ویلي چې د بریدګرو شمېر درې تنه وو.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي، دغه شرارت به قطعا بې ځوابه پاتې نه‌شي.