د ایران سپاه پاسداران د فردا راډیو د خبریال 'رضا حقیقت نژاد' جسد تښتولی

رضا حقیقت نژاد

د ازادي راډیو د راه فردا څانګې د راپور پر بنسټ د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د فردا راډیو د خبریال رضا حقیقت نژاد جسد تهران ته له رسېدو وروسته تښتولی او نامعلوم ځای ته يې وړی دی.

د فردا راډیو راپور ورکړی چې د حقیقت نژاد په ټاټوبي کې د هغه د خښېدو اجازه ورکړل شوې وه.

رضا حقیقت نژاد تېره اونۍ په جرمني کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.

ایراني چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.