ايران کې د بنديوانې فرانسوۍ جوړې د قضيې په تړاو يو شمېر نور کسان نيول شوي

د ايران بيرغ

د ایران قضا وايي چې پر بندیوانې فرانسوۍ جوړې د تورونو د قضیې په اړوند یو شمېر نور کسان هم توقیف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي غواړي د دې قضیې په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي پرون خبریالانو ته وویل، د نویو کسانو توقیف د دې قضیې په اړه مهم اطلاعات روښانه کړي دي.

دفرانسې د ښوونکو د ټولنې چارواکې سیسلي کوهلر او ملګری یې ژاک پاریس په تېره مې میاشت کې ایران ته په رخصتۍ تللي وو، چې د کارګرانو د ټولنې د اعتراضونو د پارولو په تور ونیول شول.

دوی په جاسوسۍ او د ایران د ملي امنیت په ګواښلو تورن شول.