د امريکا د دفاع پخوانی وزير 'اش کارټر' د ۶۸ کلونو په عمر مړ شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر، اش کارټ

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر، اش کارټر د ۶۸ کلونو په عمر مړ شو.

هغه د پخواني ولسمشر، بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال هم د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هغه کورنۍ پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چی اش کارټر د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه.

کارټر چې د اوباما د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې دنده ترسره کوله، هغه پوځي ستراتیژي رهبري کوله چې له سوریې او عراق د اسلامي دولت ډلې د ایستلو سبب شوه.