توماس نېکلاسن: له يو کال راهيسې تر يو ميليون ډېر افغانان ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي

افغان کډوال - ارشيف

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې تر تېر سپټمبر میاشتې ګڼ افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

توماس نیکلاسن پرون د اروپايي پارلمان یوې غونډې ته په وینا کې دا خبره وکړه.

نوموړي وويل: "د ۲۰۲۱م کال له اګست د ۲۰۲۲م کال تر سپټمبر میاشتې پورې، نږدې یو ميلیون او درې لکه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. له دې جملې یو ميلیون ایران ته رسېدلي او دوه لکه او پنځوس زره نور یې پاکستان ته. احتمال دا دی چې ګڼ کډوال به راجسټر شوي نه وي."

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو کسانو پر خطرناکو لارو مهاجرت ته ملا وتړله.

په ايران، پاکستان، ترکيه او ګڼو نورو هېوادونو کې افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې وخت په وخت يې اعتراضونه هم کړي دي.