بلوچستان کې يو پوليس افسر وژل شوی

ارشيف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو کسانو هغه پولیس افسر وواژه چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د کمپاین د یوې ډلې د امنیت مسؤل و.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې د واکسین ډلې ته زیان نه‌دی اوښتی او دوه تنه بریدګر چې پر موټرسایکلونو سپاره وو په تېښته بریالي شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي غلام اصغر ویلي چې، پېښه د بلوچستان ایالت په پشین ولسوالۍ کې شوې ده.

د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې.