امریکا اوکراین ته د 'هاوک' هوایي مدافعې ضد سیسټم پر ورکولو غور کوي

هاوک چې د سټرینګر میزایلو د سیسټم پرمختللې بڼه ده، له ځمکې هوا ته منځني واټن ویشتونکي مزایل مختل کوي.

د امریکا متحده ایالات اوکراین ته د هاوک په نوم د هوایي مدافعې ضد زوړ سیسټم پر ورکولو غور کوي څو دا هېواد وکولای شي د دغه سیسټم پرمټ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو او لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د شنډولو لپاره کار واخلي.

امریکایي چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې اوکراین ته د دغه سیسټم د ورکولو وړاندیز چمتو شوی دی.

هاوک چې د سټرینګر میزایلو د سیسټم پرمختللې بڼه ده، له ځمکې هوا ته منځني واټن ویشتونکي مزایل مختل کوي.

له کله چې روسیې پراوکراین یرغل پیل کړی، متحدو ایالاتونو کییف ته د ۱۷،۶ میلیاردو ډالرو پوځي مرسته ورکړې ده.