د اروپا پارلمان د طالبانو د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېزو بحث کوي

د اروپا پارلمان

د اروپا پارلمان نن د طالبانو د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېزو بحث کوي.

دغه بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېته کې جوړېږي.

تمه ده د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او ځينې افغان فعالان برخه واخلي.

د اروپا په پارلمان کې داسې وخت د طالبانو د واکمنۍ په اغېزو بحث کېږي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن کابل ته په سفر او تر هغه وروسته په څو بیانونو کې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو ټینګار کړی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو مسوولې هیدربار هم د افغانستان بشري وضعیت په تېره بیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو چارچلند نه مننونکی بللی.