د طالبانو حکومت وايي چې په تخار کې یې د استوګنې د کورونو او کرنیزو ځمکو پر سر قومي شخړه هواره کړې ده.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني تېره شپه په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د مهاجر قشلاق شخړه د ټولو خواوو په رضایت د موظفې ډلې له خوا حل او پرېکړه ورباندې وشوه.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي، له دې چې د مهاجر قشلاق اوسنيو اوسېدونکو د اصلي خاوندانو تخريب شوي کورونه له سره رغولي، د اوسېدو ځای ته څېرمه ۱۵۰ جريبه ځمکه به د دوی ترمنځ وويشل شي.
په ياده ځمکه کې عيدګاه، جومات، کلينيک او ښوونځی هم په پام کې نيول شوی دی.
د طالبانو حکومت وایي چې د کرنیزو ځمکو د لانجې د حل په هدف ځانګړې محکمه جوړه شوې، چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي.