د ایران حکومت د ښوونکو د ټولنې درې فعالان په بند محکوم کړل.
رسول بداقي د تهران د انقلابي محکمې له خوا د رژيم پر ضد د غونډې جوړولو او پروپاګند په جرم په پنځه کاله او شپږ مياشتو بند محکوم شو.
همدارنګه جعفر ابراهیمي په ۵ کاله بند او محمد حبیبي په ۴ کاله او ۷ میاشتې بند محکوم شول.
د دوی وکیل رامین صفرنیا ویلي چې موکلین یې له هېواده له وتلو منع شوي دي.
د ښوونکو د ټولنې فعالان څو میاشتې مخکې او د هېواد په کچه د ښوونکو د اعتراضونو څخه وړاندې ونیول شول او د هغوی له حال او احول له هېڅ راز خبر پرته له اوونیو وروسته اېوېن زندان ته لېږدول شوي.