کارن ډیکر: قطر کې اسلامي موزيم راته الهام بښونکی و

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کارن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي، قطر کې د اسلامي نندارتون کتل ورته الهام بښونکی و.

کارن ډیکر وايي، په قطر کې د اسلامي هنرونو د موزیم د یوه نندارتون کتل ورته الهام بښونکی و، چې د افغانانو هنري کارونه هم په کې نندارې ته ایښوول شوي وو.

کارن ډیکر نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ویډیوګانو، عکسونو او تصاویرو له لارې د افغانانو بیان شوې کیسې د زرګونو کلونو لپاره په هنري برترۍ کې د افغانستان نقش په ډاګه کوي.

د هغې په وینا هرڅوک باید د سفر په نوم دغه نندارتون وګوري.