ننګرهار کې ۲۵۰ مېرمنو د خياطۍ زده‌کړې کورس بشپړ کړ

ننګرهار کې ۲۵۰ مېرمنو ته د خياطۍ زده کړه ورکول شوه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ۲۵۰ ښځو او نجونو د خیاطۍ زده کولو په هغو ټولګیو کې ګډون وکړ، چې د دې ادارې له‌خوا جوړ شوي و.

يادې ادارې ويلي، د خياطۍ کورس کې ګډون کوونکو مېرمنو ته د میاشتې ۷۷۰۰ افغانۍ معاش هم ورکول کېده.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، د ۲۰۲۲م کال له پیل په افغانستان کې تر ۵۰زرو ډېرې نجونې او ښځې د بېلابېلو مهارتونو په برخه کې روزل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې ښځې له دولتي ادارو له کاره منع شوي او هغه کارو بارونه هم ټکني شوي، چې د ښځو له‌خوا پر مخ بېول کېدل.