طالب چارواکي: بدخشان کې د عملياتو پر مهال ۳۸ مخالفين وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولايت موقعيت

د بدخشان لپاره د طالبانو چارواکي ادعا کوي، په تېره یوه اوونۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی په ټکو ۳۸ بغاوت کوونکي وژل شوي او ۷۸ تنه نور یې نیول شوي دي.

باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس معز الدین احمدي په وینا خبر ورکړی، چې دغو عملیاتو کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې له بدخشانه د مقاومت جبهې د غړو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېدل.

د دې جبهې ویاند صبغت احمدي، د جمعې ناوخته په ټویټر کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دې جبهې ځینې غړي او ملکیان تر نیولو وروسته په ډزو وژلي دي.

دواړو لوریو زیات مهال د یو بل د مرګ‌ژوبلې ادعاوې کړې دي.