د طالبانو حکومت د کابل لپاره نوی والي وټاکه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د طالبانو حکومت ملا محمد عیسی اخند د کابل د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل د نوي والي د ټاکل کېدو حکم ورکړی دی.

تر دې وړاندې شیخ ندا محمد ندیم د طالبانو د حکومت د کابل والي و.

نوموړی اوس اوس د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.