د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هرو ۱۰ تنو ۹ تنه یې کافي خواړه نهلري.
د ډبیلو ایفپي د افغانستان څانګې نن سهار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان والدین نهدی توانېدلي چې خپلو اولادونو ته پوره خواړه چمتو کړي.
د خوړو د نړیوال سازمان له قوله، دوی د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې ۲۱ میلیونه افغانانو ته چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، مرسته کړي دي.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، نږدې شل میلیونه افغانان اوسمهال د خوړو له کمښت سره مخ دي.