طالبانو په تخار کې د داعش د ۴ غړیو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت

طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش د دوو جګپوړیو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۴ غړي وژلي دي.

د طالبانو د ۲۰۱۷ قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رییس قاري امین الله طیب پرون وویل چې دا کسان د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ په 'ورته ظلم' کلي کې وژل شوي دي.

طالبانو پرون دا ادعا هم کړې وه چې په کابل کې یې د داعش ۶ غړي وژلي دي.

خپلواکو سرچینو تر اوسه د دې ادعاوو تایید نه دی کړی.